تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۶۸۵) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۶۱۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۳۶۸۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۲۸۸) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
- کابل: 0202320933
- بلخ: 0792008090
- هرات: 0793500545
- فارياب: 0794050003
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۵ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.
۶ ذو القعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ.ق.